فلسطین ملګرو ملتونو کې د اسراييل پر ضد شکایت وکړ.
امنیت شورا کې د فلسطین استازی وايي، اسراييلو د غزې پر وړاندې تر ټولو سخت تاوتریخوالی پیل کړی او باید مخه یې ونیول شي.
ریاض المنصور پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه چې خپل مسوولیت په سمه توګه نشي ترسره کولای.
د فلسطین په غزې تړانګه کې له تیرو دوه ورځو راهیسې بد وضعیت دی.
اسراييلي ځواکونه وايي په ۴۸ ساعتونو کې یې د حماس ډلې ۷۰ مرکزونه یې په نښه کړي دي.
تازه ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی له دغه حالت څخه شکایت کوي.
ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض المنصور ، ((موږ په کلکو ټکو د اسراييلو له لوري د روان تاوتریخوالي غندنه کوو. دا تاوتریخوالی له تیرو ۴۸ ساعتونو پېل شوی دی.))
ریاض المنصور د ملګروملتونو پر امنیت شورا تور پورې کړ چې خپل مسوولیت په سمه توګه نه ترسره کوي او په فلسطین او اسراييلو کې د سولې او ثبات لپاره هیڅ ډول هڅه نه کوي.
ریاض المنصور وویل، ((موږ له امنیت شورا غواړو چې خپل مسوولیت پر خپلو اوږو واخلي او د دې حالت پر وړاندې چې نړیوالې سولې او ثبات ته ګواښ پیښوي باید خپل غږ پورته کړي. زما په اند امنیت شورا فلج شوې ده او خپل مسوولیت نشي ترسره کولای.))
المنصور پر ګاونډیو هیوادونو هم غږ وکړ چې د اوربند په برخه کې مرسته وکړي.
هغه د منځني ختیځ له هیوادونو وغوښتل چې په ۲۰۱۴ کال کې د اوربند په تړاو دریدلې هڅې له سره پېل کړي او دوام ورکړي.