د خاشقجي د وژنې زیری لومړی پر شهزاده محمد بن سلمان شوی .
د امریکا د استخباراتو اداره وايي سعودي چارواکو ته د خاشقجي له مرګ وروسته زنګ وهلی شوی و د کار د بشپړیدو خبر ورکړل شوی و.
استخباراتي ادارې وايي؛ ټلیفوني اړیکه کې ویل شوي چې مشر ته و وايه چې عملیات په بریالۍ توګه ترسره شول.
اوس اندیښنې راپورته شوي چې په ټلیفوني اړیکه کې یاد شوی مشر څوک ښودلی شوی دی.
لویدیځو رسنیو لیکلي چې دا زنګ ددې لپاره وهلی شوی چې شهزاده محمد بن سلمان ته د عربي ژورنالست د مرګ خبر ورکړي.
د خاشقجي د وژنې په تړاو مالومات اوس هم ګونګ پاتې دي.