د بریټانیا اپوزیسیون: له اروپايي ټولنې بېلتون لپاره دې بیا ټولپوښتنه وشي.
د بریټانیا اپوزیسیون له اروپايي ټولنې د بیلتون په تړاو د دویمې ټولپوښتنې غوښتنه وکړه.
اپوزیسیون ډله وايي، دویم ریفرنډم حتمي دی او ددې موضوع په تړاو باید ژر پریکړه و نه شي.
له اروپايي ټولنې د جلا کیدو بهیر بشپړیدو ته نږدې شوی او په پام کې ده چې روانه میاشت به یې ټول رسمي کارونه ختم شي.
تیره ورځ د بریټانیا لومړۍ وزیرې ټینګار وکړ چې دا بهیر به د ژمنې مطابق پر ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.
د اروپايي ټولنې مشران هم له بریټانیا غواړي چې هڅه وکړي دا کړکیچ نور پای ته ورسوي.
اخوا د اروپايي ټولنې یو شمیر مشرانو اوس هم اندیښنه ښودلې چې بریټانیا به په ټاکلي وخت خپل کار بشپړ نشي کړای.