کلفورنیا کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیر ۳۱ تنو ته ورسېد.
د وروستیو راپورونو له مخې په دې اورلګیدنې کې تر اوسه ۲۲۰ تنه لادرکه دي.
د امریکا د کلفورنیا په دوه بیلابیلو برخو کې په ځنګلي سیمو کې اور لګیدلی چې د شاوخوا سیمو اوسیدونکي یې له کورونو تیښتې ته اړ کړي.
د اور وژنې ډلې وايي سیمه کې دي خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې اور مړ کړي.
د اور وژنې چارواکي د هوا او ځمکې له لارې هڅه کوي چې دا ځنګلي اورونه و وژني او د سیمې اوسیدونکي ته پیښ ګواښونه ختم کړي.
تر اوسه له شل زرو زیات کسان له سیمې وتلو ته اړ شوي دي.