ټاکنې؛ ارګ د واک سوله ییز لېږد ته ژمن دی.
د ولسمشر غني ستر سلاکار فضل فضلي ویلي چې حکومت ډېموکراسۍ ته ژمن دی او هر هغه وړاندیز چې د اساسي قانون خلاف وي، خلکو ته د منلو وړ نه دی.
هغه ویلي، ټاکنې په خپل وخت د اساسي قانون له مخې به ترسره کېږي.
د ارګ غبرګون داسې مهال راپورته کېږي چې وال سټریټ ژورنال د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې امریکايي چارواکي بحث کوي چې پر افغان حکومت فشار راولي چې ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي.
د خبر له مخې دغه وړاندیز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا شوی دی خو د خلیلزاد دفتر دغه څرګندونو په تړاو له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
د سیاسي ګوندونو غوښتنې
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، حکومت ژمن دی چې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي او په دې بهیر کې به د اساسي قانون خلاف هېڅ وړاندیز د منلو وړ نه وي.
چخانسوري همداراز ویلي، ټاکنې به د ټاکنو کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټه ترسره شي.
تر دې وړاندې د ملي ایتلاف مشرانو وړاندیز کړی و چې ولسمشریزو ټاکنو لپاره اته کسان نوماندان کوي چې ولسمشر او اجراییه رییس هر یو به درې مرستیالان لري.