د سولې عالي شورا د مسکو غونډه د سولې لپاره لویه لاسته رواړنه بولي.
د مسکو په غونډه کې د سولې عالي شورا پلاوی نن خبریالانو ته د مسکو د کنفرانس د لاسته راوړنو په تړاو خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا پلاوي د مسکو کنفرانس د سولې لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او زیاتوي چې په دغه کنفرانس کې له ګډونوالو غوښتي تر څو د افغانستان د سولې په تړاو دې اختلافاتو پر ځای ريښتینولي غوره کړي.
د سولې عالي شورا وايي؛ د مسکو غونډه کې یې له طالبانو غوښتې چې حکومت سره دې مخامخ د سولې خبرې وکړي.
د مسکو په غونډه کې ګډنوالو هېوادونو هم له دواړو غاړو غوښتي چې اوربند وکړي او د خبرو له لارې دې تفاهم ته ورسیږي.
د سولې شورا وايي؛ د مسکو په غونډه کې طالبانو منلې چې له ۲۰۱۰کال راهیسې له بهرنیانو سره یې له لسو ډېر ځله مذاکرات کړي چې رسنیز شوي نه دي.
د سولې شورا د سيمې هېوادونو ته د زلمي خلیزاد سفرونه په نېک فال نیسي او د سولې لپاره له پاکستاني زندانونه څخه د طالب مشرانو خلاصون ګټور بولي.
د سولې شورا پلاوي وايي، د مسکو غونډه کې ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې، او د افغانانو په مالکیت د سولې له مخامخ خبرو څخه یې ملاتړ څرګند کړ چې د سولې لپاره یې لاسته راوړنه بولي.
د سولې شورا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د جګړې د دوام په تړاو خبر داری ورکړی، چې که افغانستان کې جګړه ختمه نه شي د سیمې هېوادونو ته به یې هم اور وغځيږي.