د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي.
د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو ته تازه دمي سرتیري او ځواکونه لاړل.
د افغانستان دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي نن کابل کې وویل، جاغوري او مالستان ته خاص ځواکونه رسیدلي چې ډیر زر به د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي.
یفتلي وویل، د هوا خرابوالي له امله دوی هوايي بریدونه نه دي کړي خو د وضعیت په سمیدو به هوايي عملیات هم پیل شي.
وړاندې تر دې طالبانو د غزني مالستان ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې وه خو دفاع وزارت بیا د سقوط خبرونه رد کړي دي.
له بل لوري کابل کې د تیرې شپې راهېسې سلګونه کسانو لاریون پیل کړی او له حکومت غواړي چې د غزني امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.