طالبانو فراه کې له ۳۰ زیات سرتېري خوشې کړي.
طالبانو په فراه کې نیول شوي ۳۱ افغان سرتیري له بنده خوشې کړي .
د طالبانو له لورې رسنیوته په استول شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه سرتیري له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د فراه په بېلا بېلو سیموکې نیول شوي وو چې تېره ورځ د طالبانو د مشر ملاهیبت الله آخند زاده د بښڼې فرمان پربنسټ آزاد شوي .
طالبانو ویلي یاد سرتیري د افغانستان د بېلا بېلو سیمواوسېدونکي دي چې په پولیسو او ملي اردو کې يې دنده ترسره کولي .
طالبانو ویلي، د بند په موده کې يې یادو سرتیرو ته دیني زده کړې هم ورکړي او دوی ژمنه کړې چې نور به د دولت په چوکاټ کې دندې نه ترسره کوي .
طالبانو ویلي شپږ نور سرتیري چې په ټپي حالت کې نیول شوي وو، سره صلیب ته يې سپارلي دي.
د فراه ولایت سیمه يېز چارواکي بیا په دې اړه بې خبري ښیې .
د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري او د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي، تراوسه په دې اړه رسمي مالومات نه دي وررسېدلي.