Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مسکو غونډه، د سولې خبرو لپاره نه ده

admin by admin
2018/11/08

د مسکو غونډه کې د سولې پرمذاکراتو خبرې نه‌کېږي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غونډه کې خپل ګډون تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی استازي به له هیڅ لورې سره د سولې خبرې ونکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې غونډه کې به ټول ګډونوال په افغانستان کې د روان تاوریخوالي او د امریکایانو په موجودیت څیړنیز بحث او خبرې اترې وکړي.

د سولې عالي شورا بیا وايي، دوی هڅه کوي د سولې خبرو لپاره ګډون کوونکي هېوادونه وهڅوي.

د مسکو ځنډلې او د نیوکو سره مخ جوړېدونکې ناسته له زیاتو کشمکشونو وروسته سبا په مسکو کې پلیږي.

د مسکو ناسته کې د دولس هېوادونو د استازو تر څنګ امریکا هم د ګډون لپاره استازی ټاکلی او د سولې عالي شورا ددولت له ادرسه په دې غونډه کې ګډون کړی دی.
د سولې عالي شورا غړي وايي، د مسکو په ناسته کې به د دوی استازي ګډون کوونکي اړخونه د افغان سولې پروسې د ملاتړ لپاره وهڅوي.

طالبانو هم په دې ناسته کې د ګډون خبر وکړی خو په اعلامیه کې یې لیکلي چې دغه ناسته  له کوم لورې سره د سولې مذاکراتو نه بلکې د شته ستونز پر حل لارې څیړنیز بحث کیږي.

د ولسي جرګې منشي هر هغه ناسته چې د افغان سولې په اړه کیږي ګټوره خو د مسکو ناسته نیمګړې ګڼي.

په روسیه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره داسې مهال غونډه جوړیږي چې امریکا اوس عملا د افغان سولې په برخه کې له طالبانو سره خبرو ته داخل شوی چې زلمی خلیزاد د طالبانو له استازو سره هم په قطر کې لیدلي او د راپورونو په اساس دواړو لورو یو بل ته خپلې غوښتنې او شرایط هم وړاندې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist