یمن د نړۍ تر ټولو بې وزله هیواد په توګه وپیژندل شو.
د خوړو نړیواله اداره وايي، د روانې میاشتې تر پایه به د دوی تازه راپور خپور شي چې په یمن کې د بشري ناورین له ګواښ سره د مخ شویو شمیر څو چنده زیات ښيي.
د خوړو نړیواله اداره وايي، اوس مهال له ۶ تر ۸ میلیونو کسانو ته یې مرستې رسولې دي.
د خوړو نړیوال سازمان یمن د نړۍ تر ټولو بې وزله او د بشري ناورین له ګواښ سره مخ هیواد یاد کړ.
دا نړیوال سازمان وايي، د میاشت تر پایه به یې تازه راپور خپور شي چې د پایلو له مخې به یې څرګنده شي چې د قحطیو ځپلو شمیر نور هم لوړ شوی دی.
د خوړو نړیوال سازمان ویاندهېر ویروسېل وویل، ((موږ د هغې ارزونې په تړاو خبرې کوو چې د میاشتې تر پایه به یې پایلې اعلان شي. دا پایلې به وښيي چې شمیر یې تر دې هم زیات شوی. موږ له چاراکو سره هم اړیکې نیولې دي. د ملګرو ملتونو د نورو ادارو راپورونه هم راځي.))
د خوړو سازمان زیاته کړه چې دوی توانیدلي چې اوس مهال یوازې له ۶ تر اته میلیون کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.
هغوی وايي د اوس لپاره دا شمیره هم زیاته ده.