طالبان د مسکو په ناسته کې ګډون کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبرپاڼې ته ویلي چې یو لوړپوړی هییت به یې د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
مجاهد ویلي چې د غونډې اصلي موخه په افغانستان کې د روان وضعیت څېړل دي او هییت به یې له ټولو ګډونوالو سره جلا ناسته ونکړي.
سرچینو ویلي چې د طالبانو د هییت مشري به د طالبانو د قطر دفتر مشر شیر عباس ستانکزی وکړي.
د افغان حکومت لخوا به د سولې عالي شورا یو هییت ګډون وکړي؛ خو لا هم مالومه نه ده چې د بهرنیو چارو وزارت او یا هم د ولسمشرۍ ماڼۍ کوم هییت په کې ګډون کوي که یا نه.
د مسکو ناسته به د جمعې په ورځ ترسره شي.