Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

د سولې‌شورا د مسکو غونډې ته څلور کسیز پلاوی لېږي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/07

د مسکو غونډه چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ پيل شي، د طالبانو په ګډون پکې د ځینو هېوادونو استازو هم د ګډون اعلان کړی.

د سولې عالي شورا څلور کسیزه پلاوی سبا مسکو ته ځي چې د سولې په تړاو جوړېدونکي غونډې کې ګډون وکړي.

له دې سره د سولې عالي شورا نیوکه وکړه، پاکستان له فشارونو سره ـ سره له افغان لوري سره د سولې پروسه کې همکاري نه ده کړې.

د مسکو غونډه کې به د پآکستان او طالبانو په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

له دې سره یو ځای د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه.

امریکا په دې غونډه کې له ګډون انکار کړی او د افغانستان د سولې عالي شورا څلور کسیزه پلاوی به د پنجشنبې په ورځ غونډه کې د ګډون په موخه حرکت وکړي.

له دې سره یو ځای د سولې عالي شورا تمه لري چې د مسکو غونډه به له پروسې سره مرسته وکړي، خو لا هم په پاکستان نیوکه شته چې له فشارونو سره ـ سره یې د سولې برخه کې همکاري نه ده کړې.

د مسکو د غونډې لپاره د پلاوي له ټاکل کیدو سره یو ځای د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس اکرم خپلواک استعفا ورکړې، چې تر اوسه یې د استعفا لامل نه دی په ډاګه.

ټاکل شوې د مسکو غونډه چې یو ځل د افغان حکومت په غوښتنه ځنډیدلې وه، د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په خبرو پرانیستل شي او د افغان سولې په تړاو په کې هر اړخیزه خبرې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist