د ډنمارک شاهي دولت افغانستان سره درې سوه دېرش میلیونه کرون مرسته وکړه.
ډنمارک شاهي دولت د افغانستان پراختیایي پروژو لپاره ۳۳۰ میلیونه ډنمارکي کرون مرسته وکړه.
د مالیې وزارت وایي، مرسته شوې پيسې به د اداري فساد ضد مبارزې، سولې، بشر حقونو او خصوصي سکتور پر پياوړتیا ولګول شي.
د ډنمارک دغه مرسته د پنځوس میلیونه ډالرو معادل ده چې ۵۲سلنه به یې د ملي بودجې او پاتې برخه به یې د بشر حقونو او سولې لپاره مصرف شي.
کابل کې د ډنمارک سفیر او مالیې وزارت ترمنځ د مرستې تړون لاسلیک شو.
چارواکي وایې مرسته شوې پيسې پنځوس میلیونه امریکایي ډالر کیږي چې له نیمایي ډیره برخه به یې د ملي بودجې له لارې پر پراختیایي او هغو پروژو ولګول شي چې د بشر حقونو، سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته کولی شي.
کابل کې د ډنمارک سفیر وایي د ګډوالو، کورنیو بیځایه شویو او خصوصي سکتور لاسنیوی، د سولې او ثبات صندوق له لارې د افغان امنیتي ځواکونو مالي مرستې یې لومړیتوب دی.
کابل کې د ډنمارک سفیر نیکولاج پیترسن داسې وویل (( دا مرسته د ډنمارک د پراختیایي چارو وزیرې منظور او اعلان کړي چې ډیره برخه یې د افغان دولت له بودجې او ۴۸ سلنه به یې د مدني ټولنو سره د بشر حقونو، سولې او ثبات په پروګرامونو مصرف شي.))
د ډنمارک تازه مرسته له افغانستان سره له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د اعلان شوې مرستې یوه برخه ده.
ډنمارک د افغانستان کلنۍ پراختیایي بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي او غوڅ ملاتړ ماموریت چوکاټ کې ۱۶۰ پوځیان لري.