ایران: د افغان سولې ټینګښت لپاره مرستو ته چمتو یو.
د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د ایران بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي.
د ایراني رسنیو راپور له مخې کریم خلیلي له جواد ظریف سره په تهران کې لیدلي او دواړو خواوو د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي دي.
په ناسته کې ظریف جواد ویلي چې د افغان سولې په تړاو یوازې افغانان تصمیم نیولی شي او دوی د سولې په تړاو د افغانستان ملاتړ کوي.
ظریف ویلي، د افغانستان دستونزو یوازینی اوږد مهاله او با ثباته حل لاره د سولې خبرې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ترهګري او وسله والې ډلې د سیمې لپاره لوی ګواښونه بللي دي.
غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي له طالبانو سره د سولې خبرو پرمختګ په تړاو خبرې وکړې او له ایران له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.