افغانستان او پاکستان د کډوالو ستونزو لپاره نوې حل لار لټوي.
افغان حکومت او پاکستان د کډوالو په تړاو نن خبرې کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه خبرې به د افغانستان او پاکستان د عمل پلان له مخې ترسره شي او دکډوالو ټولې ستونزې به په کې تر بحث لاندې ونیول شي.
رسنیو له چارواکو له قوله لیکلي چې دا لومړنۍ ناستې دي او د کډوالو د وضعیت په تړاو به وروسته پرېکړې کېږي.
ویل کېږي دافغانستان لخوا به د پلاوي مشري به د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وزیر وکړي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال ۱.۴ میلیونه افغان کډوال چې اسناد لري په پاکستان کې مېشت دي.