Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر ایران د سختو بندیزونو سره سم؛ افغانستان له امریکا سره پر چابهار بندر خبرې پيل کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/05

پر ایران د سختو بندیزونو سره سم؛ افغانستان له امریکا سره پر چابهار بندر خبرې پيل کړي

افغان حکومت له امریکا سره د چابهار بندر په تړاو خبرې کړي چې تمه کېږي ښې پایلې به ولري.

تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د مرکزي او سویلي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ویلز سره پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو د اغېزو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان حکومت مخکې هم د چابهار بندر په اړه د امریکا متحدو ایالتونو حکومت سره خبرې کړې وې، چې د دې بحثونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د ولسمشر د تیرې ورځې د پحث پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي او د افغانستان لپاره به ښې اقتصادي پایلې ولري.

د افغان حکومت او امریکا دغه خبرې داسې مهال پیل شوي چې پر ایران د دوشنبې په ورځ د امریکا نوي خو تر ټولو سخت بندیزونه لګېږي.

د امریکا ولسمشر پر ایران ټول هغه بندیزونه لګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون وروسته ترې لرې شوي و.

په دې بندیزونو کې د تېلو صادرات، بېړیو تګ راتګ، بانکونه او د  هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې راځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist