Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

طالبان: له جزیاتو پرته؛ مسکو ناسته کې ګډون نه کوو

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/05

طالبان: له جزیاتو پرته؛ مسکو ناسته کې ګډون نه کوو

طالبان وايي، تر څو چې د روسیې ناستې اجنډا تر لاسه نه کړي ګډون پکې نه کوي.

د طالبانو له لیکو باخبره کسان وايي، که د حکومت پلاوي ته په دې ناسته کې د افغانستان له ادرسه مشري ورکړي طالبان به زړه ښه نه کړي چې په ناسته کې ګډون وکړي.

سولې عالي شورا اعلان کړی چې د افغانستان له ادرسه به شپږ کسیز پلاوی د روسیې ناستې ته واستوي.

داسې ښکاري چې د روسیې ځنډلې ناسته په نیږدې راتلونکې کې جوړیږي خو لاهم د غونډې ځینو احتمالي ګډونوالو د ګډون وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

شمشاد ټلویزون ته رارسیدلي مالومات ښيي چې د روسیې له ادرسه یو شمېر بلل شوي افغان سیاسیونو په غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې ویزې تر لاسه کړي دي.

په دې غونډه کې حامد کرزی، عطا محمد نور، عمر داوود زی، اسماعیل خان او ځینې نورې مطرح څېرې  بلل شوي چې د مالوماتو په اساس په تېرو څو ورځو کې د دغو کسانو له ډلې ځینې یې په روسیې سفارت کې لیدل شوي خو سیاسیونونو رسمي تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.

په غونډه کې د سولې عالي شورا د ګډون له اعلان وروسته طالبانو بیا تر اوسه پریکړه نه ده کړې .

ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت مشران په خبرو بوخت دي او د اجنډا له تر لاسه کولو سره سم به د ګډون پریکړه وکړي.

سولې عالي شورا تېره ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان له ادرسه شپږ کسیز پلاوی ګډون کوي د ګډون شرایط او د اشخاصو نومونه یې تر اوسه نه دي روښانه کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د خپل نیږدې او پياوړي ملګري امریکا په رضایت سره په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د روسیې په ناسته کې د افغان حکومت، طالبانو او افغان سیاسیونو سربېره لسو نورو هېوادونو ته بلنه ورکړې شوې خو امریکا بیا وار له مخې په دې ناسته کې د روسیې بلنه رد کړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist