Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لوی ‌ایتلاف: احدي په رسمي ډول پرېکون نه دی کړی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/04

لوی ملي ایتلاف وایي، د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي اوس هم د ایتلاف برخوال دی او په رسمي ډول یې پریکون نه دی کړی.

د افغانستان ژغورنې ملي ایتلاف څخه د نوې ملي جبهې د مشر انوارالحق احدي له پریکون وروسته داسې ښکاري چې د غني د حکومت سر سخت منتقدین هم خپلو کې یوالی نه لري چې اوس دغه جوړښت د پاشلو له ګواښ سره مخ دی.

احدي په رسمي ډول له ایتلاف څخه د وتلو څه نه دي ویلي،خو ایتلاف له غړو سره یې د راتلونکي نظام او حکومت پرجوړېدو ټکر راغلی چې باور کېږي د ایتلاف غوښتنې معقولې نه وې.

خو لوی ملي ایتلاف اوس هم ټینګار کوی چې احدي له دوی سره دی او ناستو کې برخه اخلي.

احدي تېره ورځ له زیاتو بحثونو وروسته ایتلاف ته خپله پرېکړه ویلې، چې دی نور په دې سیاسي بهیر کې نه دی.

جنجال راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند او مرستیالانو پرسر دی چې تر اوسه یې ایتلاف په ټاکلو نه دی بریالی شوی.

تحلیل کوونکي وایي، ایتلاف د سیاسي ګټو لپآره جوړی شوی چې د مخکښو څېرو په وتلو سره به وپاشل شي.
یو کال وړاندې حکومت کې د ونډې پرسر سیاسي جنجالونه د دې لامل شول چې د ملي یوالي حکومت برخه وال او سیاسي جریانونه ټول د غني په مقابل کې د افغانستان ژغورنې په لوی ایتلاف کې را ټول شول.

په دې ایتلاف کې ډیری داسې څېرې شته چې په تېر کې یو له بل سره سختې جګړې کړي او اختلافونه یې درلودل.
تېرو تجرو ته په کتو هغو ایتلافونو افغانستان ته کومه ګټه نه ده لرلې چې ټینګار د حکومت پر وېش شوی دی.

ملي یوالي حکومت هم د دوه انتخاباتي ټیمونو جوړ دی چې ۴ کاله یې په ځینو مسایلو کې په جنجالونو تېر کړل.
اوس باور نه کېږي دا ایتلاف دې هم پرځای پاتې شي.

د ایتلاف مهمې څېرې اوس د هغو احتمالي نوماندانو په کورونو ګرځي چې ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دي.

ملي ایتلاف وایي، تر اوسه په کوم نوماند هوکړه نه ده شوې او هڅه کیږي چې یو ټیم راجوړ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist