د خوست اوسېدونکو ځايي اداره او د برښنا غځولو شرکت په فساد تورن کړل.
خوست کې د دولتي برښنا د پایو لګولو بیلا بېل غبرګونونه را پورته کړي دي.
د خوست خلک او استازي د دولتي برښنا د ستنو لګولو چارې غیر معیاري بولي او په ځايي اداره او قراردادي شرکت د فساد تورونه پورې کوي.
د ولس استازي هم د ولس سره په یوه خوله دي خو قراردادي شرکت وايي، ټولې چارې د هوکړې سره سمې مخ ته وړي.
د دیارلس زره کورنیو لپاره د برښنا د دغه پایو نصبولو لړۍ سره سم د خلکو غُصې را پورته شوي او روانې چارې بې کیفیته بولي.
هر ځوان چې له کلي تر ښاره راځي د برښنا پایو لګولو تصویر اخلي او ټولیزو رسنیو کې پرې تبصرې او نیوکې کوي.
د ولس تر څنګ یې استازي هم د روانې پروژې چارې غیر معیاري بولي.
خو قراردادي وايي، چارې د قراداد له مخې مخ ته وړي او د دوو کالونو یې د خرابیدا زیمواري هم اخلي.
د ولس له نیوکو سره سره د برښنا ریس مایل خان وايي، هره ورځ له چارو څارنه کوي.
نن د برښنا روانو چارو نظر باندې والي هم ور برابر شوی او اختار یې ورکړي، که د هر ریاست اړوند پروژو کې ناغړي وشوه نو مسولین به یې کور ته لیږي.
د برښنا پایو غځونکی شرکت وايي، له پنځه زره دوه سوه پایو یې درې زره نسب کړي او د پاتې نورو کار یې روان کړی.