د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهال وېش اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش له مخې، ولسمشریزې ټاکنې به د لیندۍ پر ۲۴ نېټه پیل او د وري میاشتې تر پایه به دوام ومومي.
د ټاکنو د مهال وېش دغه کاپي چې رسنیو ته په لاس ورغلې ده، د ټاکنو کمېسیون یې پخلی کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون دغه اعلان داسې مهال کوي چې د جمعې په ورځ یې د سیاسي ګوندونو، بهرنیو ډيپلوماټانو سره مشورتي ناسته درلوده.
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپآره یو وړاندیز دا و، چې د پروسې د ښه مدیریت لپآره یوازې ولسمشریزې ټاکنې وشي او د ولایتي شوراګانو ټاکنې وروسته وکړي.
خو په غونډه کې سیاسي احزابو دواړه ټاکنې یو ځای غوښتي او ټینګار یې کړی چې له سره باید بایومتریک نوملیکنه ورته وشي.
تر دې دمخه یوناما هم له ټاکنو کمېسیون غوښتي و، چې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه دې اعلان کړي.