حکومت پرېکړه کړې چې د مسکو ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان د سولې په تړاو د مسکوغونډه د امریکا له ګډون پرته جوړېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د سولې په تړاو دویمه غونډه به د روانې نومبر میاشتې په نهمه نېټه مسکو کې جوړه شي چې د طالبانو استازي به هم په کې ګډون وکړي.
روسیه وايي چې دا به لومړی ځل وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی په داسې یوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دغه غونډه به د بهرنیو چارو وزیرانو او د هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه وي.
دغې غونډې کې د ګډون لپاره د افغانستان، پاکستان، هند، ایران او چین په ګډون دولسو هېوادونو ته بلنلیکونه استول شوي چې امریکا په کې ګډون رد کړی دی.