د افغانستان سوله؛ روسیې په پټه اته افغان سیاسیون له طالبانو سره خبرو ته وربللي.
روسیې یو شمېر افغان سیاسیونو ته بلنه ورکړې چې د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې روسي ډېپلوماټانو بې له دې چې حکومت ته خبر ورکړي په پټه توګه اتو افغان سیاسیونو ته بلنه ورکړې، چې له طالبانو سره د مسکو د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
له دې سیاسیونو څخه شپږو سیاسیونو چې مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم په کې شامل دی، منلې چې روسیې ورته د ګډون بلنه ورکړې ده.
د روسیې دغه کار کابل هم خفه کړی دی.
افغان چارواکو رویټرز ته ویلي، له روسیې څخه یې غوښتي چې دغه ناسته لغوه کړي، ځکه چې د څو تګلارو جوړول به دغه پروسه پیچلې کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه لري د مسکو د کنفرانس نېټه په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي.