مولانا سمیع الحق په یو وسلهوال برید کې ووژل شو.
مولانا سمیع الحق د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
مولانا سمیع الحق د خیبر پښتونخوا یو مذهبي مشر و چې پر طالبانو یې نفوذ درلوده.
مولانا سمیع الحق ته د طالبانو معنوي پلار هم ویل کېږي او د طالبانو د تحریک لومړي امیر (ملا محمد عمر) سره یې نږدې اړیکې درلودې.
سمیع الحق د افغانستان د سولې په برخه کې یو کلیدي شخص بلل کېده او په وروستیو کې یې ډاډ ورکړی و چې افغان سوله کې به رول ولوبوي.
تر اوسه کومې دلې د برید مسوولیت نه دی منلی