ارزګاني کروندګر وايي جګړو او وچکالۍ دواړو یې کرنه له منځه وړې.
ارزګان کي کروندګر له حکومته ګیله لري چي د دوی د زیانمنې شوې کرنې غم یې نه دی، خوړلی او دوی اوسمهال له کړاوه ډکه کروندګري کوي.
ارزګان کې وچکالۍ او جګړو په ګډه د کروندګرو خوارۍ او زحمتونه په اوبو لاهو کړي خو مسوولین د تل په څېر یوازې ددې ستونزې د حل لپاره ژمنې تازه کوي.
.هغه او خوا کي یې نور کروندګر وايي جګړو او وچکالۍ یې د ژوند دا مهمه برخه چې کرنه ده زیانمنه کړې او ورسره یې اقتصاد هم لوېدلی.
کروندګر له حکومت او نړیوالو غوښتنې لري چې د کرنې او اوبو لګولو برخې معیاري کېدو لپاره د ارزګاني کروندګرو لاسنیوی وکړي.
که څه هم جګړې او وچکالۍ د هیواد نورې برخې هم ځپلي خو ارزګان کې ډاډ دا دی، چې د وچکالۍ مخنیوي برخه کې به لوی پلانونه پلي کیږي او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش سره به کروندګر لږ بډایه شي.
ارزګان کي ورځ بلې ته د ځمکې له سطحې د اوبو کچه ټيټیږي؛ تازه اندېښنې دا دي چې راتلوونکي کې به دغلته د څښلو لپاره د اوبو موندنه په لوی قیمت و اوسي.