نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي اصلاحات ستایلي دي.
د نړیوال بانک په راپور کې افغانستان په پنځو شاخصونو کې د اصلاحاتو د عملي کولو له امله د سوداګرۍ په نړیواله درجه کې ۱۶۷ م ځای ته پورته شوی دی.
تر دې یو کال وړاندې افغانستان ۱۸۳ م ځای درلود.
د نړیوال بانک د کلني راپور له مخې د افغانستان دولت توانیدلی دی چې نوې سوداګرۍ پیل کړي، پور ترلاسه کړي، د کوچنیو پانګوالو ملاتړ وکړي، مالیات راغونډ کړي او د دیوالیه کیدو د ستونزو د حل لپاره اغیزمن ګامونه واخلي.
په راپور کې تر ډیره د سوداګرۍ د حقوقي چوکاټ د اصلاح ستاینه شوې او د پانګې اچونې د ملاتړ د تګلارې له مخې افغانستان په سیمه کې تر ټولو پرمختللی هېواد ګڼل شوی دی.