Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه‌لري

مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه‌لري

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/01

غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري.

سکاټ مېلر ویلي، هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان د ستونزې هواري لپاره په سیاسي حل لارې تمرکز وشي.
شنونکي وايي، د ناټو تازه څرګندونې د دې ښکارندوي کوي چې د امریکا او ناټو په دریځ کې بدلون راغلی او تازه وړاندې شوې لار د ټولو اړخونو په ګټه ګڼي.

امریکا بالاخره اعتراف وکړ چې د افغانستان ستونزه له پوځي اړخه د حل وړ نه ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او غوځ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر تازه ویلي چې د افغانستان ستونزه پوځي نه بلکې سیاسي حل لار غواړي او طالبان هم  جګړه د جګړې له لارې نشي ګټلی.

جنرال مېلر داسې ویلي  (( دا جګړه به هغوی له پوځي پلوه و نه ګټي. موږ ددې جګړې سیاسي حل لار غواړو. زما په آند طالبان هم اوس پوه شوي چې ددې جګړې له پوځي پلوه ګټل ورته ګران دي. نو که طالبان هم پوهیږي بیا د خلکو د پوښتنې لاندې راځي چې بې فایدې جګړه ولې کوي. غوره به دا وي چې هغوی هم د سولې د خبرو لپاره هڅه وکړي.))

امریکا دغه څرګندونې له طالبانو سره د سولې په تړاو د مخامخ خبرو وروسته کوي چې د ځینو په باور په دې وروستیو کې د امریکا په دریځ کې بدلون لیدل کیږي.

د دې تر څنګ سکاټ مېلر د افغان ځواکونو د لوړې مرګ ژوبلې د را کمېدو لپاره ویلي چې په طالبانو به هوايي بریدونه زیات کړي.

سکاټ مېلر له بهرني ټلویزیون سره مرکه کې د کندهار پېښې ته هم اشاره کړې چې هلته دی هدف نه و، خو افغانستان کې ټول له خطر سره مخ دي.

میلر ویلي، داعش په روان کال کې یوازې کابل کې نولس خونړۍ حملې کړي او دا بهرنۍ ريښې د پراختیا په حال کې دي.

امریکايي قومندان انديښنه ښودلې که افغانستان امن نه وي، نو د داعش او القاعده په څېر وسله‌والې ډلې به پر امریکا او متحدینو بریدونو ته دوام ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist