مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.
په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو قوماندان وايي، د افغان ځواکونو لوړو تلفاتو له امله باید د طالبانو پر وړاندې تعرضي عملیات سخت شي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر ویلي، هغه وخت رارسیدلی چې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره سیاسي حل لارې ته پاملرنه زیاته شي.
امریکایي جنرال سکاټ میلر این بي سي تلویزیون ته ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او دا جګړه طالبان هم د جګړې له لارې نه شي ګټلی.
میلر روان کال د سپتمبر په دویمه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان وګمارل شو.
دی په داسې وخت کې پر سوله ټینګار کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د سپتمبر په پنځمه زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.