امریکا: خوشې شوي طالب بندیان دې د سولې لپاره کار وکړي
امریکا ویلي، په قطر کې طالب مشران باید په افغانستان کې د امن لپاره کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه طالب مشران چې د گوانتانامو زندان څخه ازاد شوي او د طالبانو د قطر دفتر سره یوځای شوي، باید د سولې او امن لپاره کار وکړي.
طالبانو هم ویلي، د ګوانتانامو څخه په ٢٠١۴ کال کې ازاد شوي پنځه پخواني لوړ رتبه مشران یې په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې شامل شول او په افغانستان کې به د امن لپاره کار کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، که په قطر کې میشت طالبانو په افغانستان کې د جګړې پر مخ وړلو هڅې وکړې، نو دا به د سیاسي کمېټې لپاره بدې اغېزې ولري.
ځکه په وینا یې د طالبانو سیاسي کمېټه په دې موخه جوړه شوې چې د سولې په مذاکراتو کې به گډون کوي او سیاسي حل لاره به پیدا کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د طالب مشرانو د قطر دفتر کې ورشاملېدل به له امریکا سره په لومړیو خبرو مهم اغیز وکړي.