هلمند کې له شپاړس زره کروندګرو سره د غنمو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د هلمند د کرنې ریاست وایي، د دې مرستو سربېره له کوچیانو سره د کونجاړې مرسته کوي چې هرې کورنۍ ته به سل کیلو کونجاړه ورکړي.
د کرنې وزارت به د دې مرستو په بدل کې له بزګرو څلويښت سلنه پیسې اخلي او شپیته سلنه یې مرسته شوه.
د هلمند د کرنې ریاست په دې برخه کې شفافیت او برابرۍ باندې ټینګار کوي او ډاډ ښيي چې د مرستو دا لړۍ به وغځیږي او نږدې ټول اړمن کسان به تر پوښښ لاندې راولي.
کوچیان بیا د هرې کورنۍ لپاره سل کیلو کونجاړه کمه یادوي او د وچکالۍ ته په کتو ټینګار لري چې د مرستو دا برخه دې ډيره شي.
دا مرستې وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر په هلمند کې له وچکالۍ ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې وه.
خو هلمند کې وچکالۍ ځپلي خلک غوښتنه لري چې دا مرستې اندک دي او باید اساسي مرستې وشي چې د بزګرانو کار پرې جوړ شي.