مټیس: افغانستان کې مو یوازینۍ موخه د سولې ټینګښت دی
امریکا وايي، افغانستان کې یې وروستۍ موخه د سولې ټینګښت دی.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس چې د امریکا سولې انستیتیوت کې یې خبرې کولې ویلي، د سولې خبرو لپاره د زلمي خلیلزاد ګمارنه له هرکلي سره مخ شوی او د سولې په خبرو کې به ښه رول ولوبوي.
هغه ویلي، ستراتيژي یې یوزاې د افغانستان لپاره نه ده بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم ده.
د افغانستان ستونزې ته د سیمه ییزې ستونزې په توګه ګورو
مټیس وویل، (( افغان ځواکونه د افغانستان جګړه رهبري کوي د دوی مرګ ژوبلې ته وګورئ، په سپټمبر او اګست میاشتو کې له زرو زیاتو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.))
مټیس وویل، دا د منلو ده چې اوس په افغانستان کې د سولې پروسه او جګړه دواړه په یوه وخت کې روانه ده خو د سولې په برخه کې پرمختګ شوی دی.
مټیس ویلي چې کله یې ستراټیژی جوړوله نو په هره برخه باندې یې هر اړخیز بحث شوی دی.