ډنمارک له افغان ځواکونو سره مرستې کوي.
ډنمارک افغان امنيتي ځواکونو سره ۳۰۸ ميلیونه ډنمارکي کرون مرسته اعلان کړه.
د ډنمارک د بهرنيو چارو وزارت وايي، هېواد يې افغان امنيتي ځواکونو او پوليسو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې خپل مالي ملاتړ ته ژمن دی.
بهرنيو چارو وزارت وايي، مرسته يې د افغان امنيتي ځواکونو د پیاوړتیا او د دوی د عملياتو د جاري ساتلو په موخه کړې دي.
ډنمارک وايي، باثباته او ارام افغانستان کولای شي غرب، اروپا او خپله ډنمارک ته متوجه ترهګريزو ګواښونو او د کډوالۍ ننګونې تر يوې کچې کنټرول کړي.
ډنمارک به تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال افغان امنيتي ځواکونو ته ۸۰ میليونه کرونه ورکوي.