• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سناتوران: حکومت دې حکیم شجاعي ونیسي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/30

د مشرانو جرګې غړي د حکیمي شجاعي د نیولو غوښتنه کوي.

سناتوران وایي٬ شجاعي په اروزګان ولایت د خلکو په کورونو تجاوز کړی٬ او اوس د یو شمیر لوړپوړو کسانو له لورې يې ملاتړ کیږي.

شنونکي بیا په حکومت باندې نیوکه کوي٬ چې هرڅه د مصحلت په اساس باندې کوي٬ او نه غواړي چې حکیم شجاعي محکمې ته کش کړي.

حکیم شجاعي هغه مجرم دی٬ چې پنځه کاله وړاندې حکومت د هغه د نیولو پریکړه کړې وه٬ خو لا یې هم په هغه ولایت کې پر ضد شکایتونه موجو دي.

دوه شنبه داسې راپوټونه خپاره شول چې ګنې یوځل بیا یې د ملکي وګړو پر کورونو برید کړی، چې په نښته کې شجاعي ټپي او مرستیال یې وژل شوی دی.

سناتوران وایي٬ حکیم شجاعي په بامیانو ولایت کې دی٬ او هلته يې درملنه روانه ده٬ چې د یو شمیر لوړپوړو کسانو له لورې يې ملاتړ کیږي.

شنونکي په دې باور دي٬ چې حکومت د زورواکو او جنګسالارانو ملاتړی دی٬ او نشي کولای د حکیم شجاعي په څير کسان ونیسي.

حکيم شجاعي د غزني ولايت اوسيدونکی دی او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی.

پر شجاعي د ۱۲۱ کسانو د وژلو سربیره د خلکو د کورونو سوځولو، زورولو او شکنجه کولو تورونه دي.

کورنیو چارو وزارت بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist