ووټل: پاکستان دې د ترهګرۍ خلاف عملي ګامونه واخلي.
پاکستان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل د هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ویلي، پاکستان دې تروریزم سره مبارزه کې رښتینی وي او پر وړاندې یې باید عملي ګامونه واخلي.
جنرال ووټل ویلي، چې امریکا د افغانانو په مشر د سولې له بهیر ملاتړ کوي.
هغه همدا راز په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو راوستو، فساد سره مبارزې او یو شمېر نورو برخو کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.
بلخوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، افغان حکومت د اصلاحاتو راوستلو بهیر دوام ته ژمن دی.