Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پښتونخوا کې لسګونو زرو پښتنو د پاکستان حکومت خلاف غونډه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/29

په خیبر پښتونخوا کې یو ځل لسګونو زرو پښتنو د پاکستان د ریاست خلاف غونډه وکړه.

په دغې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو مشرانو هم ګډون کړی و.

د پښتنو احتجاج وروسته له هغې پیل شو چې د پاکستان ریاست او پوځ د پښتنو ځورولو ته دوام ورکړ.

د دغه غورځنګ مشرانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د تاریخ په اوږدو کې ځورول شويو قومونو ازادي اخېستې او ریاست دې نور د پښتنو له ځپلو لاس واخلي.

د پاکستان حکومت له خبرداریو سربېره بیا هم د خیبر پښتونخوا بنو ښار ته د لسګونو زرو پښتنو له شوره ډک سمندر ور وبهېد او د پنجاب ریاست خلاف یې غږ پورته کړ.

د بنو سترې غونډې ته د پښتنو د اوسني عصر ملالې او د پښتوی ژغورنې غورځنګ نور غړي کوڅه په کوڅه او کور په کور وګرځېدل چې پښتنو ته د راپېښو بدبختیو خلاف راپورته شي.

په بنو کې راغونډو شویو پښتنو د پاکستان ریاست خلاف غونډه په اتڼونو پیل کړه او د خپلو نیکونو هغه دود یې تازه کړ چې د هر باغي خلاف جګړې ته به له زغرو او تورو تر څنګ اتڼونو سره ورتلل. 

د پاکستان ریاست له کلونو راهېسې هغو پښتنو ته هم د سر په کاسه کې اوبه ورکړي چې پر خپله خاوره یې سوله غوښتله او د عدم تشدد غږ یې پورته کړی دی.

له کلونو راهېسې د زرګونو پښتنو کورونه ویجاړېږي، ښوونځي او روغتونونه یې ړنګېږي او ډېر شمېر ځوانان یې د تورو تمبو شا ته پراته دي.

میاشتې وړاندې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت په دې شرط پای ته ورسېد چې د پاکستان حکومت به د غورځنګ غوښتنې پوره کوي، خو هغسې و نه شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر وايي، د تاریخ په اوږدو هغو قومونو ته چې حقوق نه دي ورکړل شوي، بالاخره یې د خپلواکۍ لپاره لستوڼي بډ وهلي دي.

له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د پښتنو قاتل راو انور دې محاکمه شي او بندیان دې یې راخوشې کړي.

موده وړاندې د غورځنګ فعال غړي حیات پریغال، ګلالۍ اسماعیل او سپین ږیری فیض محمد کاکا سربېره لسګونه نور پښتانه هم په دې جرم زنداني شوي وو چې د پښتنو په ننګه یې د حق غږ پورته کړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist