پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي.
پاکستان ومنله چې ملا عبدالغني برادر یې د دې لپاره ازاد کړی چې د سولې په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.
کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د ملا برادر په ګډون یې ملا صمد ثاني هم خوشې کړی دی.
د مالوماتو له مخې تر اوسه پاکستان نږدې پنځوس طالب چارواکي راخوشې کړي دي.
په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر اوس چیرته دی.