Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وکیلان: پاکستان، طالبانو ته فرمایشات وړاندې کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/29

د ولسي جرګې ځینو غړو ادعا وکړه، چې طالبانو د پاکستان په فرمایش د سولې لپاره د ځینو جنرالانو وژل او له دندو لرې کول د شرط په توګه وړاندې کړي .

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، جنرال عبدالرازق د سیاسي لوبې قرباني دی او حکومت ته پکار ده د پېښې ګونګ اړخونه له خلکو سره شریک کړي.

وکیلانو د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ ځینو مواردو کې اختلافو باندې انديښنې دي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به اغیزمنې کړي.

د ولسي جرګې په ازاد بحث کې وکیلانو شک وښود چې جنرال رازق د سولې لپاره د یوې سیاسي لوبې قرباني شوی دی .

د جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي او الله ګل مجاهد وویل پاکستان طالبانو ته هغه افغان جنرالان په ګوته کړي، چې د پاکستان ضد دي او طالبان اوس د ځینې جنرالانو وژل او له دندو لیرې کول د شرط په توګه وړاندي کړي دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو ترمنځ د تورو او سپینو رایو د جلا کولو پر سر پیدا شوی اختلاف او تقابل لا پسې خلک د ټاکنو په پروسې بې باوره کړي.

ځینو وکیلانو ویل چې کمیسیونونو درغلیو ته مټې بډ وهلي او راتلونکې ولسي جرګې ته به اتیا سلنه درغلګر بریالي شي چې د خلکو استازیتوب به نه شي کولای.

ولسي جرګې د کندهار امنیتي چارواکو او د عبدالجبار قهرمان د وژلو په تړاو ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امینت لوی رییس هم ورغوښتی و خو دغه چارواکي جرګې ته حاضر نه شول .

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist