افغانان له یوې لوېشتې خاورې هم چاته تېرېدونکي نه دي.
د مشرانو جرګې ځینو غړو او اداري پلاوي د یوه امریکايي سناتور دا څرګندونې چې افغانستان دې له پاکستان سره د ډیورند کرښه د رسمي پولې په توګه ومني، د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.
مشرانو جرګه وایي، د نړۍ هېڅ هېواد او هېڅ شخص ته د دې اجازه نه ورکوي چې ووايي، افغانستان دې له پاکستان سره د ډیورند کرښه د دواړه هېوادونو ترمنځ د رسمې پولې په توګه ومني.
افغانان وایي، ډیورنډ فرضي کرښه ده او تر اټک پورې د افغانستان خاوره ده چې اوسمهال جبرآ د پاکستان لخوا نیول شوې ده.