• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو ارزګان کې حکیم شجاعي ټپي او مرستیال یې وژلی

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/29

طالبانو ارزګان کې حکیم شجاعي ټپي او مرستیال یې وژلی.

د مشرانو جرګې د شکایت اورېدو کمېسون مشر محمد حنیف حنیفي وايي، تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالی کُندلانو سیمه کې د یوې غېر مسووله وسله والې ډلې قومندان حکیم شجاعي د ملکیانو په کورونو بریدونه کړي چي رامنځ ته شوې جګړه کې ۷ غېر مسووله وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

جګړه هغه وخت رامنځ ته شوې چي له کُندلانو سیمي یوه ښځه د حسیني سیمي ته تښتېدلې وه چي د کورنۍ غړو نوموړې ښځه بیا ځلي خپل سیمي ته را وستلې چې ورسره سم د شجاعي کسانو په دې کلي برید کړی او جګړه رامنځ ته شوې ده.

د سیمي خلکو د وسله والو طالبانو په ملاتړ د شجاعي له غېر مسووله وسله والې ډلې سره جګړه پېل کړې چي تر دې مهاله په کې د شجاعي د مرستیال فکور په ګډون ۷ غېر مسووله وسله وال وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

یادي دواړې سیمي د حکومت له حاکمیت نه وتلي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه یوې امنیتي باوري سرچینې شمشاد ته وویل چې دغه جګړه کې تر اوسه ۲۲ ملکیان هم وژل شوي چې ښځې او ماشومان په کي شامل دي.

یوه بله سرچینه بیا وايي، خپله شجاعي هم دغو نښتو کي ټپي شوی.

د ارزګان ولایتي شورا یو غړی عبدال حقبین بیا وايي چي تر اوسه له یادو سیمو سلګونه کورنۍ کډه شوي او ۱۵ ملکیان هم وژل شوي.

د ارزګان والي پېښه مني خو وايي کره مالومات نه لري.

سویل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو او نور امنیتي مسوولین بیا په دې تړاو ناخبري ښيي.

حکیم شجاعي کلونه وړاندې خاص ارزګان ولسوالۍ کي د بهرنیانو په مرسته د سیمه ییزو پولیسو لیکو کې پیاوړی قومندان و چې د مالوماتو له مخې هغه مهال یې ۱۲۰ بېګناه ملکیان وژلي و چې تراوسه یې حکومت نیولو کې اقدام هم نه دی کړی.

وسله وال طالبان بیا وايي، شجاعي په دوی بریدو کړی چې متقابل ځواب کي یې د شجاعي ۸ کسان مړه او ټپیان شوي او ۵ تنه یې ژوندي نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist