امریکا پر ټاکنو کمېسیون برید وغانده.
امریکا کابل کې د ټاکنو د کمېسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید وغانده.
کابل کې د امریکا سفیر جان باس په خپل ټویټر کې ویلي چې پر ټاکنو کمېسیون برید، پر ډیموکراسۍ برید دی.
باس همداراز د ټپیانو او له قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازي شریکه کړې ده.
باس په پارلماني ټاکنو کې د خلکو، کاندیدانو، امنیتي ځواکونو او د نورو ګډونوالو ونډه وستایله.
کابل کې نن سهار ځانمرګي بریدګر د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي په نښه کړل چې په پایله کې یې یو پولیس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.
داعش ډلې د دغې برید پړه منلې ده.