د ټاکنو کمېسیون وايي، د شکایتونو کمېسیون له خپلو صلاحیتونو لوړې څرګندونې کوي.
ټاکنو کمېسیون د شکایتونو کمېسیون د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې له بایومتریک پرته رایې باطلې دي.
ټاکنو کمېسیون وایې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له شرایطو او قانوني صلاحیتونو خلاف څرګندونې کوي چې د ټاکنو کمېسیون به یې و نه مني.
ټاکنو کمېسیون د شکایتونو کمېسیون د دوی په کارونو کې په مداخلې تورن کړ چې د اندېښنې وړ یې بولي.
سیاسي احزابو له بایومتریک پرته رای شمېرنې سره مخالفت کړی او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه کړي چې د بایومتریک بار کوډ او د رای ورکوونکو له فهرست پرته رای د منلو نه دي.
ټاکنو کمېسیون د شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې مخالفت کړی او دغه کمېسیون یې د دوی په کارونو کې په مداخلې تورن کړی چې له صلاحیتونو پورته پرېکړې کوي.
اوس چې د شکایتونو کمېسیون پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې له هرکلي سره مخ ده چې پاکې او تقلبي رایې به بېلې شی.
خو د ټاکنو کمېسیون وایي، طرزالعمل یې جوړ کړی چې له بایومتریک پرته پاکې رایې هم له درغلیو بېلې کړي.
اوس کمېسیون کارونه پیل کړي چې د پایلو اعلان لپاره ټولې رایې د رایو د ډلبندۍ مرکز ته داخلې کړي چې تر اوسه د ۱۱ ولایتونو مواد رارسېدلي چې د دریو یې دغه سیستم ته داخلې شوي.
پخوا ټاکنو کمېسیون هم ویلي چې له بایومتریک پرته رایې نه مني، خو د ټاکنو په ورځ دغه پروسه له ستونزو سره مخ وه چې کمېسیون په استثنایي وخت کې له بایومتریک پرته د رایو د منلو اعلان وکړ.