هغه کلی چې له څلورو پیړیو راهیسې په کې هېڅ ماشوم نه دی زېږیدلی !
د هندوستان مدهیه پردیش کې داسې کلی هم شته چې له تیرو ۴۰۰ کلونو هلته ماشوم نه دی زیږیدلی.
د کلي خلکو باور دادی چې په ولسمه پیړۍ کې راج ګړ کلي کې د هندوانو مندر جوړیده، یوې ښځې مندر کې د کار پر ځای خپل د غنمو کښت اوبه کړ چې دیوتا یا د هندوانو خدای پرې غصه شو او ښځو ته یې ښیرا وکړه.
د راج ګړ په نوم اوس ددغه کلي اوسیدونکو باور دادی هر هغه ماشوم چې کلي کې پیدا شي یا به معذور وي او یا به دی او یا به یې مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوس ددې کلي نوي سلنه ښځې د ماشوم د پیدا کیدو په مهال کلي ته نږدې روغتون ته ځي او کله چې حالت بیړنی وي نو بیا ښځه د کلي له حدودو بیرون هغې ځانګړې کوټې ته بیايي چې همداسې حالت لپاره جوړه شوې.
په ټوله کې باور دادی چې کلي کې باید ماشوم دنیا ته رانه شي یا روغتون او یا هم همغه له کلي لرې کوټه کولی شي د دوی ماشوم او مور ژوند وژغوري.