Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ماليې وزارت د نغدي جریمې د معافیت موده وغځوله

ماليې وزارت د نغدي جریمې د معافیت موده وغځوله

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/28

د ماليې وزارت د نغدي جریمې د معافیت موده وغځوله

د مالیې وزارت پانګوالو لپاره د نغدي جریمې د ۹۵ سلنه معافیت موده وغځوله.

وزارت پانګوالو لپاره ۹ میاشتې موده ورکړې وه چې د شنبې ورځ پای ته ورسیده خو مالیه ورکوونکو د زیاتې مراجعې له امله د روان کال د قوس تر وروستۍ نیټې تمدید شوه.

د اصلي جریمې پنځه سلنه ورکړې سره حکومت خصوصي سکتور ته شل میلیارده افغانۍ معافیت ورکړی او په اعلان شویو موده کې له لویو، منځنیو او کوچنیو شرکتونو نږدې ۸ میلیارده افغانۍ ټولې کړي.

د مالیې وزارت د سوداګرو د هڅونې لپاره له ۱۳۸۱ تر ۹۶ لمریز کال د نغدي جریمو د ۹۵ سلنې په معافیت سوداګرو ته د مالیاتو د تصفې ۹میاشتې وخت ورکړی خو د لړم په پنځمه نیټه پای ته ورسید.

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالله رقیبي وویل، د اعلان شوي فرصت وروستیو کې د افغانستان بانک کې د مالیاتو د ورکړې تحویل چټک شوی نو ځکه دا موده د قوس تر وروستۍ نېټې غځېدلې.

حکومت دغې پریکړې سره د ملي خزانې په ورک حساب  ۲۰،۷ میلیارده افغانۍ پور د معافیت له برکته ۸ میلیارد راټولې کړي.

د ماليې وزارت د عوایدو مشر عبدالحبیب ځدراڼ وویل، که پانګوال تمدید شوې موده کې مالیه ورنکړي په لوړه بیه به ورته تمام شي.

خصوصي سکتور د حکومت له تازه امتیاز خوښ دي او ژمنه کوې چې  پوروړي  صنعتکاران او سوداګر به د مالیاتو ورکړې ته چمتو کړي.

پخوا به پانګوال د مالیې نه ورکړې له امله څو چنده  جریمه کیدل خو د مالیاتو قانون په تعدیل اوس پوروړی د اصلي مالیې او جریمې په مساوي کیدو له اضافه جریمې معاف شوی.

مالیې وزارت ګواښ وکړ، که سوداګر تصفیه ونکړي جریمه کیږي، عدلیې ارګانو ته معرفې ، ملکیتونه به یې وپلورل شي او ممنوع الخروج کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وایې د ټکس ورکړې انکار نکوي خو مالیې وزارت دې مالي او ګمرکي قوانین ساده کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist