کندهار کې د رای اچونې موده یو ساعت نوره هم وغځيده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، دا پریکړه یې له دې امله کړې چې نن د سهار له لوري د رایو محلونه ناوخته پرانیستل شول.
نن کندهار کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې کیږي چې خلک کولی شي تر پنځو بجو د رایو مرکزونو ته ورشي.