وردګو کې ځانمرګي برید نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
میدان وردګو په مرکز کې ځانمرګي برید اوه لس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت الله دراني رسنیو ته ویلي، ځانمرګی برید کې پنځه تنه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي.
درانی وايي، ځانمرګی برید د پولیسو مرکز ته څېرمه شوی خو دا چې وژل شوي او ټپیان ملکیان او که نظامیان دي په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.