د پکتیکا والي پر یوې نوماندې عریضه کړې.
د ولسي جرګې نومانده هیله مجتبی څارنوالۍ ته معرفي شوه.
هیلې مجتبی شمشاد ته وویل، اوسمهال د استناف څارنوالۍ په توقیف کې ده، او د والي له لورې د شوې عریضې په هکله ترې پوښتنې رواني دي.
د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز هم مني، چې والي په هیلې مجتبی عریضه کړې او د هغې له لورې د شویو ادعاوو په اړه به سپیناوی ورکړي.
تر دې وړاندي، هیلي محتبی والي په غیر اخلاقي کارونو او د دې د یوه ناظر د نیولو او وهلو ډبولو باندې تورن کړی و.
له دې سره د ولسي جرګې د نوماندې هیلې مجتبی پلویان د یوه لاریون په ترڅ کې د پکتیکا استناف څارنوالي په لور ورغلل.