د افغان سولې په تړاو راتلونکې اونۍ په روسیه کې غونډه جوړېږي.
راتلونکې اوونۍ کې د روسیې په کوربتوب د افغان سولې په تړاو غونډه جوړیږي.
د سولې عالي شورا رسنیو سره خبرو کې ددې غونډې پایلو ته خوشبیني ښودلې ده.
روسیې بیا وار له مخه دغې غونډه کې د طالبانو د ګډون خبر هم ورکړی خو د طالبانو رسمي سرچېنو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د دغې غونډې د جوړیدو لپاره تیر سپټمبر څلورمه نیټه ټاکل شوې وه خو هغه مهال د افغان او امریکايي چارواکو نه ګډون دا نیټه وځنډوله.
هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ټلیفوني خبرو کې ددغې غونډې د ځنډیدو غوښتنه کړې وه خو دا چې راتلونکې اونۍ به بیا هم افغان او امریکايي چارواکي غونډه کې ګډون وکړي کنه رسمي سرچېنو يې په اړه څه نه دي ویلي.