پاکستان هغه تورونه رد کړل چې ګنې د کندهار د تېرې اونۍ په برید کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر فیصل ویلي، هېڅ داسې ثبوت یا استخباراتي مالومات نشته چې پاکستان دې د کندهار پېښې په تړاو ګرم وپېژندل شي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د عمل پلان مطابق دواړه هېوادونه کولای شي دغه رقم ستونزې د څېړنو له لارې په دوه اړخیزه توګه حل کړي، خو رسنیو پر وړاندې دغه ډول څرګندونې د عمل پلان د اومې هوکړې خلاف کار دی.
تر دې دمخه ولسمشر غني ویلي و، چې د کندهار د تېرې اونۍ برید په پاکستان کې پلان شوی او پاکستان اړ دی چې تورن کسان افغان حکومت ته وسپاري.
د کندهار د تېرې اونۍ په برید کې جنرال رازق او د کندهار ملي امنیت مشر ووژل شول او د کندهار والي ټپي شو.