Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار؛ پاکستانیو ځواکونو د اغزن تار غځول درولي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/15

کندهارکې له جګړې وروسته پاکستانیو ځواکونو د اغزن غځولو کار درولی.

 

له پاکستاني ځواکونو سره د افغان دفاعي ځواکونو له جګړې وروسته د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اغزن سیم د غځولو کار درېدلی دی.

جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی وايي، چې تېره ورځ د کندهار د سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو د سروڅاهانو په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د افغان

سرحدي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته جګړه او سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د اغزن سیم د غځولو کار درېدلی او سيمې ته اضافي ځواکونه هم ليږل شوي دي.

عيسی وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د تيار سئ په حال کې دي.

پاکستان له دغه جګړې وروسته په سمدستي توګه په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ دروازه هم د تګ راتګ پر مخ وتړله.

کندهار ولایتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو په دغه سیمه کې اغزن سیم غځاوه چې د افغان ځواکونو لخوا یې مخالفت شوی .

کندهار کې د سرحدي ځواکونو د درېيمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي، لومړی برید د پاکستاني ځواکونو لخوا وشو، چې وروسته د دوی له سخت غبرګون سره مخ شول.

له نښتې وروسته پاکستان په سپین بولدک کې خپله دروازه تړلې ده.

تر اوسه پاکستاني لوري د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist