کندهار کې پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستانيو ځواکونو جګړه پیل شوې ده.
کندهار کې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو پر سر د افغان سرحدي سرتېرو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه پیل شوه
. یوه امنيتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې کله افغان سرحدي سرتېرو، د سپین بولدک او ښورابک ولسواليو تر منځ “سرو څاهانو” سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لورې د اغزن سيم د غځولو مخنیوی وکړ.
د جګړې پیل سره سم پاکستان د چمن لاره هم تړلې ده.
تر دې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سيم غځولو ته به په هیڅ صورت اجازه ور نه کړي..