ولسمشر له خلیلزاد سره د سولې په تړاو خبرې کړي
ولسشمر محمد اشرف غني له خلیل زاد سره د سولې به تړاو خبرې کړي دي.
ارګ وایي، تیر ماښام ولسمشر غني د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي خلیل زاد سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.
خلیل زاد ویلي، سوله سپېڅلې لاره ده او په دغه برخه کې د امریکا خلک او حمکومت د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړي دي.